رویټرز د کانګو سیمهییزو چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې د ختیځو سیمو په یوه نیمهصنعتي د مسو کان کې د یوه پله د نړېدو له امله شاوخوا ۴۹ تنه مړه شوي دي. چارواکو رویټرز ته ویلي، چې په پېښه کې ۴۹ تنه وژل شوي او د ۲۰ ټپيانو حالت ډېر نازک دی او روغتون ته انتقال شوي دي. دا پېښه د شنبې په ورځ د لوالابا ولایت د کالاندو په کاني سیمه کې شوې ده. په کانګو کې اټکل کېږي، چې له یو نیم تر دوو میلیونو پورې کسان په کوچني یا لاسي کانکېندنه بوخت دي او تر لسو میلیونو زیات کسان په غېرمستقیم ډول ترې ملاتړ ترلاسه کوي.








