دکليو د بيارغونې او پراختيا وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت د وزير ملا محمد يونس اخندزاده له لوري د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې د څه باندې ۹۰ کيلومترو په اوږدوالي د يوه جغلي سړک د رغولو چارې پیل شوې دي. د سرچینې د مالوماتو له مخې دغه پروژه د څه باندې ۳۰۵ ميليونه افغانيو په لګښت پلې کېږي، چې په مرسته به یې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته د تګ – راتګ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.







