د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي یو ځل بیا د پاکستاني پوځ پر عملیاتو نیوکه کړې ده او ويلي یې دي چې پوځ د ترهګرو تر نوم لاندې بېګناه پښتانه وژني او جنګي جرمونه ترسره کوي. نوموړي پرون د دېر په یوه ولسي غونډه کې څرګنده کړه چې په تېرا کې د پوځ له لوري وژل شوي ۲۱ کسان یو هم وسلهوال نه وو. افریدي له پوځ څخه غوښتي چې د خلکو د ځورولو لړۍ پای ته ورسوي او په ټینګار یې ویلي: «تاسو زورزیاتی کوئ، تاسې په لوی لاس زما د خلکو وینه تویوئ.»








