د اسلامي همکاریو سازمان پر خپله وېپاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د اسلامي هیوادونو همکارئ سازمان استازي طارق علي بخیت د اندونیزیا د بهرنیو چارو له مرستیال انیس متا سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې په دې کتنه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره ددې سازمان هڅې هم ارزول شوي دي. په دې کتنه کې، سفیر بخیت د اسلامي همکاریو سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طه له لوري لیکلی پیغام د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیر سوګیانتو ته وسپاره.په خپل پیغام کې سرمنشي د اسلامي یووالي د ټینګښت په برخه کې د اندونیزیا هڅې ستایلې. سرچینې زیاته کړې، چې په دې کتنه کې د افغانستان د خلکو د ملاتړ لپاره د سازمان هڅې وڅېړل شوې، چې د اسلامي سرمشریزې او د بهرنیو چارو وزیرانو شورا اړوندو پرېکړو سره سم ترسره کېږي.







