د راپورونو له مخې د اسلامي همکاریو سازمان ۱۰۰ زره ډالر د کونړ زلزلهځپلو ته د مرستې په موخه افغاني سرې میاشتې ټولنې ته سپارلې دي. افغاني سرې میاشتې په خپاره کړي راپور ویلي، چې دا مالي مرسته په کونړ کې د وروستۍ زلزلې له کبله د زیانمنو کورنیو د بېړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه ځانګړې شوې ده. د راپور له مخې، دا نقدي مرسته په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان رییس محمد سعید العیاش له خوا د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس شهابالدین دلاور ته سپارل شوې ده. دا مرسته داسې مهال شوې چې د ژمي له نږدې سره هممهاله، د کونړ زلزلهځپلي ډېرو بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.







