د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د یاد وزارت د وزير ملا محمد يونس اخندزاده له لوري د هرات ولايت په ۱۰ ولسواليو کې د شاخوا ۲.۷ ميليونه امريکايي ډالرو په لګښت د ۳۰ بېلابېلو پراختيايي پروژو چارې پیل شوې دي. د هرات ځایي چاواکو ویلي، چې د یادو پروژو د کار په بهير کې به سلګونه تنو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به يې د یادو ولسواليو د اوسېدونکو ګڼې ستونزې هوارې شي.







