د امريکا د حکومتي ادارو د بندېدو له امله د الوتنو په مهالوېش کې ګډوډي لا هم روانه ده. د راپورونو له مخې، پرون له ۱۴۰۰ څخه زياتې الوتنې لغو شوي او نږدې ۶۰۰۰ الوتنې له ځنډ سره مخ شوې دي. د الوتنو څارنې وېبپاڼې په وینا، د جمعې په ورځ هم له ۷۰۰۰ زياتې الوتنې ځنډېدلې وې. د امريکا د فدرالي هوايي چلن ادارې تېره اونۍ اعلان کړی و، چې د هوايي ترافیک د تنظیم او د بې معاشه ستړیو کارکوونکو د فشار د کمولو لپاره به په ۴۰ بوختو هوايي ډګرونو کې د الوتنو ظرفيت ۱۰ سلنه راکم کړي. د امريکايي حکومت د ادارو دا جزوي تړل کېدل، چې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه د جمهوري غوښتونکو او ډيموکراتانو ترمنځ د بودجې پر سر د اختلاف له امله پیل شوي، لا هم دوام لري.








