مالیې وزارت ویلي، چې د اسلامي پراختیایي بانک په کابل کې د ۲۴ میلیونه ډالرو ارزښت د زړه ناروغیو د درملنې ۱۰۰ بستریز معیاري روغتون جوړوي. دغه وزارت ویلي، دا د ا.ا له واکمنېدو راهیسې د روغتیا په برخه کې لومړنۍ ستره پروژه ده. د یاد روغتون د سروې، نقشې او ډیزاین چارې پیل شوې او تمه ده چې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. د دې روغتون په جوړېدو سره به د زړه ناروغانو درملنه په کور دننه او په کم لګښت ترسره شي او د تخصصي زدهکړو اسانتیاوې به هم برابره شي.







