د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې د افغانستان په شمال کې وروستۍ زلزلې په ځانګړي ډول په سمنګان ولایت کې پراخ زیانونه او زیربناوې زیانمنې کړې دي. د یاد سازمان په وینا، په زلزله ځپلو سیمو کې ۱۳۱۹ کورونه ویجاړ شوي دي. د ملګرو ملتونو یادې ادارې په خپل تازه راپور کې ویلي چې په بلخ ولایت کې دې پیښې ۱۲تنه مړه او ۶۳۵ نور ټپیان کړي دي، او همدارنګه په سمنګان ولایت کې ۱۳کسان مړه او ۴۲۱نور ټپیان شوي دي. د راپور له مخې، په ایبک ولسوالۍ کې د زلزلې له امله ۵۹۵کورونه، په فیروزنخچیر ولسوالۍ کې ۳۰۶کورونه او په خلم ولسوالۍ کې ۲۸۴کورونه ویجاړ او ۲۱روغتیايي مرکزونه جزوي زیانمن شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې دوی د سیمه ییزو چارواکو سره یو ځای کار کوي ترڅو ټپیانو ته اړین روغتیایي خدمات وړاندې کړي.







