د ملګرو ملتونو امنیت شورا د امریکا هغه طرحه تصویب کړې، چې له مخې یې د سوریې پر ولسمشر احمد شرع او د دغه هېواد د کورنیو چارو پر وزیر انس خطاب لګېدلي بندیزونه لرې کېږي. دغه طرحه چې په ۱۴ مثبتو او د چین په ممتنع رایې سره تصویب شوه، لهمخې یې د شرع سربېره، د سوریې پر کورنیو چارو وزیر انس خطاب هم لګېدلي بندیزونه لرې شوي دي. دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې، چې ټاکل شوې د سوریې ولسمشر احمد شرع د راتلونکې دوشنبې په ورځ د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وګوري.








