اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند سمنګان ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې یاد ولایت له والي او د زلزله ځپلو ستونزو ته د رسیدنې لپاره د ټاکل شویو کمېټو له مسوولینو سره کتلي دي. نوموړي په بېلابېلو برخو کې د ټاکل شویو کمېټو له مسوولینو څخه د دوی اړوندو برخو کې د ترسره شویو کړنو راپورونو غوښتنه کړې ده. د یادو کمېټو مسوولینو په خپلو راپورونو کې ویلي، تر دې مهاله یې د زلزلې له امله ټولو زیانمنو شویو هېوادوالو ته لومړني خوراکي توکي، درمل ، کیږدۍ او د سرپناه اړین توکي رسولي دي.







