د فلیپیني رسنیو د راپورونو له مخې د «کالماګي» په نوم د شدید توپان له کبله په دغه هیواد کې ۱۱۴ کسان مړه او ۱۲۷ نور لادرکه شوي دي. راپورونه وایي، چې دغه توپان په فلیپین کې د بېمخینې سېلابونو د را وتلو لامل هم شوی او له ۵۴۴ زرو زیاتې کورنۍ یې زیانمنې کړې دي. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې اټکل کېږي، دغه توپان نن پنجشنبه، د ورځې په پای کې د ویتنام مرکز ته ورسېږي.








