د ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي په غور کې د جام څلي د خوندیتوب لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه کړې ده. یونېسکو پرون د ملګرو ملتونو د ځانګړي همغږي کوونکي اندریکا راتواته د سفر ویډیو خپره کړې، هغه پکې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د دغه کلتوري میراث په ساتنه او بیارغونه کې د یاد سازمان ملاتړ وکړي. راتواته د دغې لیدنې پرمهال د یاد تاریخي څلي له وضعیته اندېښنه څرګنده کړې او ټينګار یې کړی چې که بېړنۍ ملاتړ ونه شي، ښايي د جام څلی د وخت په تېرېدو او بېلابېلو ګواښونو له کبله له منځه لاړ شي. هغه د دغه تاریخي څلي د ساتنې په برخه کې د یونېسکو له اغېزمنې همکارۍ هم مننه کړې ده.







