د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې خبر ورکړی، چې د (یو پي اېس) شرکت یوه الوتکه د محمدعلي له هوايي ډګر څخه له الوتنې وروسته د کنتاکي ایالت په لويېویل ښار کې نسکوره شوې ده. یادې ادارې ویلي، چې د یوپياېس دغې الوتکې له محمدعلي نړۍوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، خو له لنډ وخت وروسته نسکوره شوه. د لويېویل پولیسو ویلي، څو بېړني او ژغورنیز ټیمونه د الوتکې د سقوط ځای ته استولي دي. د لومړنیو مالوماتو له مخې په دې الوتنه کې درې تنه د الوتکې خدمه وو.








