ایراني چارواکو ویلي، چې د چابهار بندر له لارې هر کال له ۶ میلیون ټنو څخه ډېر توکي تخلیه او بارېږي. سرچینې زیاته کړې، چې د شهید بهشتي بندر په سیمه کې د غلو د زېرمو، ګدامونو او د تېلو د زېرمتونونو جوړولو سربېره د پټلۍ او سړکونو پراختیا د دې بندر د اهمیت کچه لا لوړه کړې ده. په کابل کې د ایران سفارت پر اېکسپاڼه لیکلي، د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د چابهار بندر رول د ایران او افغانستان تر منځ د اقتصادي همکاریو په پراختیا کې نور هم پیاوړی شي. په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علیرضا بیکدلي تازه د چابهار بندر او ازادې سوداګریزې سیمې څخه لیدنه کړې ده.







