سره صلیب ویلي، چې د حماس له لوري د درې اسراییلي سرتېرو د جسدونو له سپارلو وروسته، اسراییلو د ۴۵ فلسطینیانو مړي بېرته وسپارل. د اسراییلي چارواکو په وینا، یاد سرتېري د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه د حما.س تر مشرۍ لاندې برید کې وژل شوي وو. دا تبادله د امریکا په منځګړیتوب د روان اوربند یوه برخه ده، چې موخه یې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې ته د پای ټکی اېښودل دي. د راپورونو له مخې، له اوربند راوروسته د ۲۷۰ فلسطینیانو مړي بېرته سپارل شوي دي.








