په کندهار ښار کې د یو ملي پانګهوال له لوري د ۵.۴ میلیونه ډالرو په لګښت د خوراکي توکو او صنعتي موادو د تولید یوه لویه فابریکه جوړه شوې ده. د یادې فابریکې مسوول حاجي سلیم کریمي ویلي، چې په دې فابریکه کې د پنبې پروسس، د چرګانو د دانې ، د صابون او غوړیو او د څارویو د کنجاړو تولید ترسره کېږي. د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۱۰۰ کسان په دغه فابریکه کې په مستقیم ډول په کار بوخت دي او د برېښنا د بشپړ برابرېدو په صورت کې به د کارکوونکو شمېر ۲۵۰ ته ورسېږي.







