په هند کې د یوه مسافر وړونکي بس او لارۍ د ټکر له امله ۲۰ تنه مړه شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. د هندي رسنیو د راپور له مخې، دا پېښه نن سهار د تلنګانه ایالت د چیوالا ښار ته نږدې ، هغه مهال رامنځته شوې، چې یو مسافر وړونکی بس له یوې لارۍ موټر سره وجنګېد. په مړه شویو کسانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي. چارواکي وايي، ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي او د پېښې په اړه څېړنه روانه ده.








