د هرات سیمهییز چارواکي وايي، د خواف–هرات د اوسپنې پټلۍ له لارې د توکو واردات د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیات شوي دي. د هرات د والي ویاند محمدیوسف سعیدي وايي، چې هره ورځ نږدې دوه زره ټنه سوداګریز توکي لکه سمنټ، کاشي، نفت او اوسپنه د روزنک تمځای ته رسیږي. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت ویلي، د اوسپنې پټلۍ کارول د وارداتو او صادراتو د اسانتیا لپاره تر ټولو غوره لاره ده. د چارواکو په وینا، هره میاشت شاوخوا ۵۰ زره ټنه توکي د دې پټلۍ له لارې افغانستان ته واردیږي.







