ملګرو ملتونو د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسولو د نړیوالې ورځې (د نوامبر دویمې) په مناسبت ویلي، چې غزه د معاصر تاریخ تر ټولو خطرناک ځای د خبریالانو لپاره ګرځېدلی دی. د دې سازمان په وینا، په نړۍ کې د خبریالانو د وژنې له هر لسو پېښو څخه نهه یې لهپلټنې پرته شوې دي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر د معلوماتو له مخې، له ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راپدېخوا په غزه کې ۲۴۸ خبریالان وژل شوي دي، چې دا شمېر د وروستیو جګړو په پرتله تر ټولو لوړ بلل شوی دی.








