رویټرز په یوه راپور کې د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، ټام باراک له قوله ویلي، په پام کې ده چې د سوریې ولسمشر، احمد شرع واشنګټن ته سفر وکړي. په راپور کې ویل شوي، چې دا به د امریکا پلازمېنې ته د یوه سوریايي مشر لومړنی سفر وي. د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي په خبره دا سفر به “د روانې نومبر میاشتې په ۱۰مه” ترسره شي. ورته مهال سوریايي چارواکو هم ویلي، راتلونکو دوو اونیو کې د دغه سفر د ترسره کېدو تمه ده.








