د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي بریدونو په پایله کې پنځه کسان شهیدان شوي دي. الجزیرې راپور ورکړی چې د دغه وزارت د مالوماتو له مخې، د اسرائیل په دوه کلنه جګړه کې د غزې په تړانګه کې د شهیدانو ټول شمېر ۶۸ زرو او ۸۵۸ پورې رسېدلی او د ټپیانو هغه بیا ۱۷۰ زرو او ۶۶۴ ته پورته شوی دی.








