د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي، چې د یو شمېر مسلمانو هېوادونو مشران د راتلونکې دوشنبې په ورځ په استانبول کې راټولیږي او د غزې د اوربند او راتلونکو اقداماتو په اړه بحث کوي. فیدان په انقره کې د یوې خبرې ناستې پرمهال ویلي، چې د غزې د اوربند په اړه غونډه کې به د ترکیې په کوربهتوب د سعودي عربستان، مصر، متحده عربي امارات، اردن، پاکستان او اندونیزیان د بهرنیو چارو وزیران هم ګډون وکړي.








