د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ویلي، چې په تېرو پنځو میاشتو کې په ټول هېواد کې یتیمانو، معلولینو او کونډو مېرمنو ته نږدې ۹ میلیارده افغانۍ ورکړل شوې دي. د یاد وزارت ویاند فیصل خاموش وايي، سږ کال د خیریه بنسټونو او مرستندویو موسسو له لارې هم د لس میلیونه ډالرو په ارزښت له اړو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې ده. د دغه وزارت د تازه شمېرو پر بنسټ، اوسمهال شاوخوا ۷۰۰ زره یتیمان، معلولین او کونډې مېرمنې له دې وزارت سره ثبت دي، چې له دې ډلې ۴۰۰ زره یتیمان، ۲۰۰ زره معلولین او ۱۰۰ زره کونډې مېرمنې دي.







