د افغانستان بانک د لومړي مرستیال صدیقالله خالد په مشرۍ د اداري پروسو د ساده کولو په موخه غونډه شوې ده. په دې غونډه کې خالد ټینګار کړی، چې د اداري پروسو اوږدیدل، غیر ضروري مرحلې او د پرېکړو ځنډ د خلکو باور زیانمنوي، وخت او منابع ضایع کوي او د ادارې موثریت اغېزمنوي. هغه مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې اداري خنډونه له منځه یوسي او د کاغذي چارو پر ځای د برېښنایي سیستمونو کار ته لومړیتوب ورکړي. د معلوماتو له مخې، د چارو د ښه تنظیم او همغږۍ لپاره دوه ځانګړې کمېټې هم ټاکل شوې دي.







