د هرات د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو خبر ورکړی، چې د روان کال له پیل راهیسې له دغه ولایت څخه اسټرالیا، جرمني او اتریش ته د ۲۷۰ زره ډالرو په ارزښت لاسي اوبدل شوې غالۍ صادرې شوې دي. د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، چې تیر کال له هرات څخه د غالیو صادرات ۱۵۵ زره ډالرو ته رسیدلي وو. د دوی په خبره د غالیو صادراتو کې وده د لوړ کیفیت لرونکو کورنیو محصولاتو له امله ده. د هرات ځایي چارواکي وايي چې په نړیوالو بازارونو کې د دې محصول د بازار موندنې لپاره په نړیوالو نندارتونونو کې د تولیدوونکو حضور ته پاملرنه کېږي. د افغانانو په لاس اوبدل شوې غالۍ د خپلو اصلي ډیزاینونو او طبیعي رنګونو له امله په نړیوالو بازارونو کې ځانګړی ځای لري.







