د روسیې په هوايي بریدونو کې څلور تنه اوکراینیان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې په دغو بریدونو کې شاوخوا ۲۰ تنه ټپیان شوي هم دي. اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس ویلي، چې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زېلېنسکي یو ځل بیا له لویدیځو هېوادونو د هوايي دفاعي سیسټمونو غوښتنه کړې ده. ورته مهال د پلازمېنې کییف پولیسو ویلي، د شنبې په سهار د بالستیک توغندي په برید کې دوه تنه وژل شوي او ۱۳ تنه نور ټپیان دي.








