د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې نوموړی به تر هغه له پوتین سره ونه ګوري، تر څو چې د سولې تړون ته ونه رسېږي. ټرمپ د تلې په ۳۰مه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پلان شوې لیدنه لغوه کړه او ویې ویل، چې دا سمه نه ده. ټرمپ د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره د یوې لیدنې پر مهال هیله وښوده، چې پر روسیې د امریکا نوي بندیزونه به پوتین هوښیار کړي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، مارک روته ویلي چې که څه هم پوتین په اوکراین کې یوازې کوچني نظامي پرمختګونه لري، خو د ناټو او متحدینو ملاتړ له اوکراین سره اغېزناک ثابت شوی دی.








