د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو لارو تړل کېدو، د تېلو د بیو لوړوالي او د سالنګ لویې لارې بندېدو له امله د هېواد په بازارونو کې د لومړنیو توکو بیې لوړې شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، د ټرانسپورټي لګښتونو زیاتېدو د خوراکي توکو په بیو مستقیم اغېز کړی او په کابل ښار کې د اوړو، وريجو او تېلو بیې په تېرو دوو اونیو کې تر سلو افغانیو پورې لوړې شوې دي. هټيوال وايي، د یوې بوجۍ اوړو بیه له ۱۴۰۰ څخه ۱۵۳۰ افغانیو ته، د وريجو له ۲۳۰۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته او د ۱۶ لیټرو غوړیو بیه له ۱۴۸۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده. په ورته وخت کې، موټر چلوونکي هم د تېلو له لوړو بیو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د تېلو او مایع ګازو بیې کنټرول کړي، څو د خلکو اقتصادي ستونزې کمې شي.







