د هند په جنوب کې د یوه شخصي بس او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې اورلګېدنه کې شل تنه مړه شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، دا پېښه د بنګلور او حیدراباد ښارونو ترمنځ لاره شوې ده. سرچینې وايي، په بس کې ۴۱ تنه سپاره وو چې ۲۱ یې ژغورل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تېرې میاشتې د هند د راجستان ایالت په لوېدیځ کې هم یو بس اور اخیستی و، چې له امله یې ۱۹ تنه مړه شوي وو.








