نن د ملګرو ملتونو د جوړېدو ۸۰مه کلیزه نمانځل کېږي. دغه سازمان په ۱۹۴۵ کال کې د دویمې نړۍوالې جګړې وروسته رامنځته شو او اوس ۱۹۳ هېوادونه یې غړي دي. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش ویلي، چې یاد سازمان به د جګړو د مخنیوي، د ماشومانو د زدهکړې، د ناروغیو د درملنې او حیاتي مرستو لپاره د خپلو هڅو ۸۰مه کلیزه ونمانځي. سره له دې، وخت ناوخت پر ملګرو ملتونو نیوکې کېږي چې خپل مسوولیتونه په بشپړه توګه نهشي ترسره کولی، او تازه امریکا هم د دې سازمان پر ځینو کړنو انتقاد کړی دی.








