د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د روسیې د تېلو پر سترو شرکتونو د امریکا تازه بندیزونه د جګړې د اوږدولو او د ترهګرۍ د خپرولو پرضد یو عادلانه او ضروري ګام دی. زیلېنسکي زیاته کړې، چې د سولې او عدالت لپاره باید پر روسیې دغه ډول فشارونه دوام ومومي. نوموړی وایي، د امریکا له ولسمشر او د هغه له ادارې هم مننه کړې او ویلي یې دي، دا څرګند پیغام ورکوي چې تېری بېځوابه نه پاتې کېږي. تازه امریکا د روسیې پر دوو سترو نفتي شرکتونو بندیزونه اعلان کړي دي.








