د راپورونو له مخې په تونس کې د یوې کښتۍ ډوبېدو له کبله ۴۰ کسان مړه شوي دي. په تونس کې ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې ډوبې شوې کښتۍ ۷۰ کډوال اروپا ته لېږدول چې د مهدیه ښار ته څېرمه په اوبو کې ډوبه شوې او ۴۰ افریقايي کډوال پهکې مړه شوي دي. د تونس ځایي پولیسنو ویلي، چې دغه پېښه سږکال په سیمه کې د سمندري پېښو تر ټولو خونړۍ پېښه وه.








