د غزني ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت له حوزوي روغتون سره د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) له لوري د ۲۱۸ زره امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي توکو او تجهیزاتو مرسته شوې ده. د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکتر رسول خان نظري پرون په دې اړه جوړه شوې ناسته کې ویلي، چې د روغتیا نړیوال سازمان د حوزوي روغتون د لابراتوار له څانګې سره د ۲۱۸ زره امریکایي ډالرو به ارزښت د نویو او عصري طبي وسایلو چې د کلچر اړوند ټول معاینات به پرې ترسره کېږي، مرسته وکړه. نوموړي ویلي، چې تر دې مخکې په غزني کې د کلچر معاینې لپاره دا ډول پرمختللې ماشینونه نه وو څو په چټکه توګه ناروغي تشخیص او د میکروبي ناروغیو عامل میکروب او دغهراز اغېزناکې دواګانې ژر وپېژندل شي.







