له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي، چې سبا د شنبې په ورځ به د کونړ، نورستان او لغمان ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شي. دغه بنسټ له کورنیو غوښتي، چې د خپلو ماشومانو روغتیا لپاره دې په دې کمپاین کې برخه واخلي. تر دې وړاندې له پولیو څخه د پاک افغانستان بنسټ ویلي و، چې په افغانستان کې د پولیو واکسین روان کمپاین پرمهال به ۲.۲ مېلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړل شي.







