په فاریاب ولایت کې د اقینې ـ اندخوی د اوسپنې د پټلۍ د دویم فاز د جوړولو چارې پیل شوې. مسوولین وايي، چې دغه پروژه د ټولګټو وزارت له بودجې تمولېږي، چې په کې به ۱۰ کیلومتره نوې پټلۍ جوړه او د ۵۵ کیلومتره نورې پټلۍ تخنیکي سروې به د جوزجان ولایت تر پولې پورې ترسره شي. د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به له معیارونو سره سمه په ۱۸ میاشتو کې بشپړه او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.







