د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت مرستیال احمدالله زاهد او د هند د صنعت او سوداګرۍ د وزیر جیتین پرساد تر منځ په کتنه کې پر دې هوکړه شوې، چې د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه جوړه شي. دغه کتنه کې چې پرون په نوي ډیلي کې ترسره شوه، دواړو لوریو د افغانستان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ په برخه کې پر همکاریو هم خبرې وکړې او سوداګرو ته یې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه وکړه. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مالوماتو له مخې دواړو لوریو همداراز سلا وکړه چې د افغانسان او هند تر منځ د ګډې سوداګرۍ کمېټه به وخت پر وخت د سوداګریزو مسایلو په اړه بحث او غونډې ولري.







