د کابل ښار والۍ خبر ورکړی، چې د کابل- لوگر سړک د لومړي فاز د جوړولو چارې شاوخوا ۳۰ سلنه پرمخ تللې او تخنیکي ټیمونه هڅه کوي چې د یاد سړک د پاتې برخو د جوړولو چارې بشپړې کړي. سرچینې ویلي، د دې سړک د (۳۷۰۰) مترو په اوږدوالي د یوې فرعي لیکې او (۲.۵) کیلومتره اصلي لیکې د بنسټیزو برخو له بشپړېدو وروسته، قیر شوي دي. دغه سړک چې، له نجات څلي څخه تر چرخ آب سیمې پورې (۷) کیلومتره اوږدوالی او (۶۰) متره سور لري، د سړک جوړولو د معیارونو مطابق ډیزاین شوی دی. همدارنګه، د یاد سړک په اوږدو کې د (۵۰۰) مترو په اوږدوالي، (۴) متره سور او د (۲.۵) مترو په ژوروالي سره د مستان کانال د جوړولو سربېره، دلښتیو، پلیولارو، ګلدانونو او تمځایونو جوړول هم په پام کې نیول شوي دي.







