د راپورونو له مخې ملګرو ملتونو تازه اعلان کړی، چې د بودجې د کمښت له امله به په راتلونکو میاشتو کې په ۹ هېوادونو کې خپل ۲۵سلنه سوله ساتي ځواکونه کم کړي. په راپورونو کې ویل شوي، دغه ۲۵سلنه چې ټولټال ۱۴زره کسان کېږي، پهکې پولیس او ملکي کارکوونکي شامل دي. ملګري ملتونه وايي، چې دغه پرېکړه یې د امریکا لهخوا د بودجې د نه ورکړې له کبله کړې ده.







