د اسیا جام سیالیو پایلوبه نن ماښام ۷ بجې د هند او پاکستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي. د دې سیالۍ ګټونکې لوبډله به د اسیا جام اتله لوبډله اعلان شي. دیادولو وړ ده، چې د ۱۹۸۴ کال له لومړي اسیا کپ وروسته دا لومړی ځل دی چې پاکستان او هند په پایلوبه کې له یو بل سره مخامخ کیږي.







