اقتصاد وزارت ویلي، چې له نړۍوالو بندیزونو سره سره افغان حکومت روان کال هم په دې توانېدلی چې، له پراختیايي بودجې ۴۱۰ اساسي پراختیايي پروژې پلې کړي. د یاد وزارت ویاند عبد الرحمان حبیب وايي د دغو پروژو ډېری برخه بنسټیزو او پراختیايي پروژو ته ځانګړې شوې، چې چارې یې عملآ دوام لري. تر دې وړاندې افغان حکومت څو ځلې پر نړۍوالې تولنې غږ کړی و، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، څو د هېواد په اقتصادي برخه کې ترې په سم ډول کار واخیستل شي.







