په کونړ ولایت کې یو ځل بیا د یوې بولۍ له لارې ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوي دي. د کونړ د کانونو او پټرولیم رییس مولوي شیرین اغا ویلي، چې د دغه ولایت له کانونو ترلاسه شوي ۵۹۷ کیلوګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې د ۹۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د شفافې بولۍ له لارې وپلورل شول. نوموړي ویلي، د یادې بولۍ له لارې به ۹.۳ میلیونه افغانۍ عواید د دولت خزانې ته جمع شي. د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په یاد ولایت کې ورته د بولۍ له لارې ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوې دي.







