د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې د پلاوي سرپرستې خبر ورکړی، چې اروپايي ټولنه ژمنه ده افغانستان د یوه پیاوړي او دوامدار خوراکي سکټور په جوړولو کې مرسته وکړي. هغې زیاته کړې، چې په دې سره به افغان تولیدونکي ارزښتناکو بازارونو ته لاسرسی ومومي. دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د خونړو نړۍوال پروګرام د اروپايي ټولنې په مالي مرستې د خوړو د خوندیتوب معیارونو اړوند د ورکشاپونو لړۍ پيل کړې ده. مسوولینو ویلي، چې په دې پروګرام کې به افغان تولیدوونکو ته د نړۍوالو او اروپایي خوړو د خوندیتوب مهم معیارونه ور وپېژندل شي، چې د اروپايي ټولنې د لوړ ارزښت لرونکو بازارونو کې اړین دي.








