د کاسا ۱۰۰۰ برېښنا د لېږد پروژه د پنجشېر په مسیر کې د پایو په نصبولو سره بېرته پیل شوه. دغه پروژه د پنجشېر د پریان، حصه اول، رُخه، عنابه او بازارک له ولسوالیو تېریږي. د پنجشېر والي حافظ محمد اغا حکیم د کار د بیا پیل پر مهال ویلي، چې سیمه ییزه اداره د پروژې د تطبیق لپاره بشپړه همکاري کوي او د عملي کېدو په برخه کې هېڅ خنډ نه شته. د پنجشېر د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، چې د استملاک کار بشپړ شوی او د هغو ۳۰۰ کسانو لپاره چې ځمکې یې د برېښنا د لین لاندې راغلي او تاواني شوي دي، د ۲۵ څخه تر ۳۰ میلیونه افغانیو پورې مالي جبران ځانګړی شوی او د ورکړې بهیر یې پیل شوی دی. د دې پروژې په لړ کې ټولټال ۲۷۶ پایې نصب کېږي، چې ۱۴ یې په شخصي ځمکو او ۲۶۲ یې په دولتي ملکیت کې دي.







