د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د فاریاب او جوزجان تر منځ د «طوطي میدان» د ګازو پروژې عملي چارې به نن د لوړ پوړو چارواکو په حضور کې پیل شي. د «طوطي میدان» د ګازو د اېستنې هوکړه تېر کال له یوه ازبکستاني شرکت سره لاسلیک شوې وه. د «طوطي ميدان»ګازو زېرمې شاوخوا ۷ زره کيلومتره مربع مساحت لري، چې د اېستنې په پیل سره به یې تر ډېره د هېواد د ګازو اړتیاوې پوره او زرګونو هېوادوالو ته به په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.








