د کانونو او پټرولیم وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال شیخ عبدالرحمن قانت د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت له سلاکار او د دغه هېواد د رېل پټلۍ شرکت له مرستیال سره کتلي دي. په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې دواړو لوریو پر بېلابېلو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي. د قزاقستان د ترانسپورټ وزارت سلاکار د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې او د وزارت د رهبرۍ له مېلمه پالنې یې مننه کړې ده. دغه راز، د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال د دوی د پانګونې د لېوالتیا هرکلی کړی او د کان کیندنې د قانون او کړنلارې اړوند د همکارۍ ډاډ یې ورکړی دی.








