د سرپل د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د (شمال د طبیعي زېرمو زړه) تر عنوان لاندې د کورنیو تولیداتو او محصولاتو دویم نندارتون پرانیستل شوی دی. سرچینې ویلي، چې دا نندارتون د حقمل نندارتونونو د خدماتو شرکت او د سیکارام احمدي د بازار موندنې شرکت په همکارۍ او د ولایت مقام او د صنعت او سوداګرۍ ریاست په ملاتړ جوړ شوی دی. د یاد ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولینو له سوداګرو غوښتي، چې د کورني تولید په برخه کې پانګونه زیاته کړي. ورته مهال د سرپل ځایي چارواکو ویلي، چې د کورنیو تولیداتو نندارتونونه یوازې اقتصادي پروګرام نه دی؛ بلکې د اقتصادي خپلواکۍ پر لور یو مهم ګام دی، چې د صنعتکارانو وړتیاوې معرفي کوي او د تولیدوونکو او مصرفوونکو ترمنځ باور رامنځته کوي.








