د خوست د پوهنې ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په علیشېرو او تریزیو، نادرشاه کوټ او تڼیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ۱۰ ښوونځیو د ترمیم او بیا رغونې چارې پیل شوې دي. د مسوولینو په خبره د نورو همکارو ادارو په مرسته به د خوست ولایت په بېلابېلو سیمو کې ښوونځي ترمیم او د اړتیا وړ امکانات ورته برابر کړي. د یاد ریاست له لوري د ملکیتونو او ودانیو د ساتنې او څارنې مدیریت ته سپارښتنه شوې، چې د رغنیزو چارو کیفیت او پر وخت بشپړېدو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پرمختګ منظم راپورونه له پوهنې ریاست سره شریک کړي، څو پروژې د لاسلیک شویو تعهداتو پر بنسټ په معیاري ډول ترسره شي.







