د هرات ځایي چارواکي وایي، چې پرون د دغه ولایت د ګلران ولسوالۍ په «زیارت بابای فرق» کلي کې د اوبو د یوه بند د جوړولو چارې پیل شوې دي. د یاد ولایت د سرې میاشتې د څانګې د دفتر رییس احمدراشد ویلي، چې دغه پروژه د سره صلیب نړیوالې کمېټې د مالي ملاتړ لاندې «د اقلیمي بدلون پر وړاندې هوښیارې کرنې» تر عنوان لاندې پلې کېږي. راشد زیاته کړې، چې د پروژې ټول لګښت ۱۲.۵ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی. د پروژې کار په دوو پړاوونو کې کېږي او په اوس وخت کې ۳۲ مسلکي او غیرمسلکي کارګرو ته د کار کولو زمینه هم پهکې برابره شوې ده.







