د غزني ولایت ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په اندړو ولسوالۍ کې د مستوفي بازار څخه تر کابل ـ کندهار عمومي سړک پورې د ۳.۲ کیلومتره په اوږدوالي د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د غزني د والي ویاند عزت الله سعیدي رسنیو ته ویلي، چې یاد سړک د ۶ متره سور په درلودلو سره د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي. هغه زیاته کړې، چې د یاد سړک د جوړولو چارې به په ۲ نیمو میاشتو کې بشپړې شي.







